ولسمشر د پولیسو د افسر دوهم ساتنمن نجیب الله مېړانه وستایله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64367
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-02

افغان ولسمشر اشرف غني د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د سرحدي پولیسو د افسر د دوهم ساتنمن نجیب الله مېړانه وستایله، ویې ویل چې نوموړی د هیواد د ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا د دفاع په لار کې شهید شو.دوهم ساتمن نجیب الله وړمه شپه هغه مهال د پاکستاني پوځیانو له لوري وویشتل شو چې ده او ملګرو یې پاکستاني پوځیان پرې نښوول چې د افغانستان په خاوره کې پوسته جوړه کړي.ولسمشر غني په یوه حکم کې د نجیب الله د زړه ورتیا د ستاینې ترڅنګ د نوموړي د کورنۍ پاتې غړیو ته لوړ دولتي میډال او په کابل ښار کې د درو خونو اپاراتمان ورکړ.د ولسمشر په حکم کې دا هم ویل شوي چې د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې ښار مرکزي چوک کې دېشهید نجیب الله چوک ونومول شي.