سیمه ییز پولیس په میدان وردګو کې ملکي وګړي ځوروي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64369
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-03

د وردګو د ولایتي شورا غړي او خلک وايي په جلریز ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه په ځانګړي ډول سیمه ییز پولیس د جګړې پر مهال د خلکو کورونه په نښه کوي او په تېرو دوه ورځو کې یې پنځه بې ګناه ملکي وګړي وژلي دي. د ولایتي شورا د غړو په وینا د پولیسو په بریدونو کې د خلکو کورونه زیانمن شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي. د وردګو د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک وايي سیمه ییز او د عامه نظم پولیس له خلکو سره خوار ناوړه چلند کوي او نه یوازې دا چې خلک ځوروي، د خلکو پر کورنو مرمۍ هم ولي. نوموړی وايي په تېرو دریو ورځو کې سیمه ییزو پولیسو پنځه ملکي وګړي وژلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ګڼ نور ټپیان کړي دي.