ولسمشر او اجرایيه رییس لا هم د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسون پر مشر هوکړې ته نه دي رسېدلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64370
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-04

اجرایه ریاست وايي چې لا هم د ولسمشر او اجرایه رییس ترمنځ د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د مشر پر سر ژور اختلاف دی. د اجرایه ریاست مرستیال ویاند ادعا کړې چې یو اړخ د ټاکنیزو اصلاحاتو په کمېسیون د داسې کسانو ګومارل غواړي چې د ده په وینا په خپله یې له ټاکنیزو درغلو دفاع کړې ده. د ارګ یوې سرچینې بیا ویلي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به اعلان شي.