په هرات کې د ښوونځي د د دوو زده کوونکو پر مخونو تېزاب شیندل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64372
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-04

په لويديځ ولایت هرات کې نامعلومو کسانو د يوه ښوونځې د ښځينه زده کوونکو پر مخونو تيزاب شيندلي. د هرات امنيه قوماندان جنرال عبدالمجيد "روزي" وايي، پېښه نن سهار د هرات ښار اړوند د (مهري هروي) لېسې مخې ته شوي ده. هغه زياته کړه نامعلومه موتر سايکل سپرو د نوموړي مکتب د دوو انجونو زده کوونکو مخونو ته تېزاب ور شيندلي چې له کبله يې دواړه انجوني ټپياني شوي دي، دوی د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي. امنيه قوماندان وويل چې پوليسو په دې اړه تحقيقات پيل کړي خو لا څوک نيول شوي نه دي.