عباس عراقچي: د اتومي پروګرام په اړه د جامع هوکړې طرحه به په دوو ورځو کې بشپړه شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64382
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-04

د ایران د اتومي پروګرام پر سر د مذاکره کوونکي پلاوي یوه غړي عباس عراقچي ویلي چې یوې جامې هوکړې ته د رسېدو په ورځ به پر ایران د امریکا، اورپايي هېوادونو او امنیت شورا ټول بندیزونه لغوه شي. نوموړي ویلي چې د اتومي پروګرام په اړه د جامع هوکړې طرحه به په دوو ورځو کې بشپړه شي. عراقچي ادعا کړې چې د اتومي پروګرام په اړه د مذاکراتو پر مهال تر دې وړاندې هېڅ وخت دومره پرمختګ نه و شوی. ده ویلي چې یوازینۍ ستونزه د دواړو خوا له لوري د ژمنو د پلي کولو د وخت ده. دی وايي د ایران ژمنې د پلي کېدو لپاره له دوه تر دریو میاشتو وخت نیسي، خو مقابل اړخ یوازې په یوه امر سره پوره کېدای شي.