په تونس کې بیړنی حالت اعلان شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64383
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-04

د تونس ولسمشر محمد الباجي قايد السبسي د دغه هېواد پر يوه ساحل له بريد يوه اوونۍ وروسته بېړنی حالت اعلان کړی دی. د سوسه سيمې پر يوه ساحل په بريد کې د يوه وسله وال کس له خوا ۳۸ کسان ووژل شول چې زياتره يې بهرني سيلانيان وو. راپورونه ښيي په دغه بريد کې ۳۰ تنه وژل شوي کسان برېتانويان وو. د بريد پړه داعش پر غاړه اخيستې ده. د بېړني حالت اعلانونول د تونس پوليسو او امنتي ځواکونو ته نور واک ورکوي او د پارلمان په اختيار کې کموالی راولي.