ولسمشر اشرف غني د جلریز د پېښې د څېړلو په موخه یو پلاوی ګومارلی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64385
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-04

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ولسمشر د حکم له مخې یو لوړ پوړی دولتي پلاوی موظف کړای شوی دی چې د وردګو د جلریز ولسوالۍ ته ولاړ شي او په دې ولسوالۍ کې د هغې وروستۍ پېښې عوامل او انګېزه په هر اړخیز ډول وڅېړي چې له امله یې یو شمېر سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي. په حکم کې پلاوي ته لارښوونه شوې ده چې د میدان وردګو د والي، ولایتي شورا، دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په همکارۍ د جلریز ولسوالۍ امنیتي حالت وڅېړي، اوښتې مرګ ژوبله او زیانونه تثبیت کړي او له مخې یې خپل رپوټ ډېر ژر د جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.