مککین: لا هم په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو موجدیت ته اړتیا شته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64386
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-04

مخکښ امریکايی سناتور جان مککین وايي که څه هم افغان پوځیانو ښه پرمختګ کړی؛ خو لا هم د بهرنیو پوځیانو موجودیت ته سخته اړتیا لیدل کیږي. مککین چې پرون افغانستان ته په سفر راغلی و ویلي که افغان پوځیان په جګړو کې برلاسه دي؛ مخالفینو هم ثابته کړې چې بېلابېلې سیمې ان مرکز کابل هم خپل هدف ګرځولای شي. سناتور مککین زیاته کړې که بهرني پوځیان یوازې په سفارتونو پورې محدود شي شته لاسته راوړنې به له جدي خطر سره مخ شي. ده ویلي چې له همدې کبله باید اوباما له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو پر پرېکړې باید له سره غور وکړي.