حزب اسلامي له خپلو پلویانو غوښتي چې د طالبانو او نظار شورا پرضد د داعش ډلې ملاتړ وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64387
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-04

د حکمتیار په مشرۍ د افغانستان اسلامي حزب په یوه اعلامیه کې طالبان او نظار شورا د خپل ګوند سرسخت دښمنان بللي او له خپلو پلویانو یې غوښتي چې د دوی پر وړاندې د داعش ملاتړ وکړي. د حکمتیار له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د حزب غړیو ته په خطاب کې ویل شوي چې كمونستان، نظار شورا او طالبان حزب اسلامي ته د لومړي دښمن په سترگه گوري. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ډلې د ده په وینا د واقعي مجاهدينو په خلاف له هيڅ جنايت ډډه نه كوي او د هېواد ډېرې ستونزي دوى راولاړي كړې دي. سرچینې ویلي چې له داعش سره د طالبانو هغه جنګیالي یو ځای شوي چې د طالبانو له تگلارو سره مخالف دي او له حزب اسلامي سره نه پخوا جنگېدلي او نه په راتلونكي كې د جنگېدو اراده لري.