غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64394
انور کاکړ
دخبریدو نیټه : 2015-07-05

تنهایي ده اوماښام دی زنده ګي ده
 په وجودباندي مي پام دی زنده ګي ده
 ګلاب مخیه لږ راګوره چي شاعرشم
 په کتوکي دي الهام دی زنده ګي ده
 چي زما او ستانامي سره پيوند کړي
 که تومت دی که الزام دی زنده ګي ده
 چي دا ستا په څیر ساقي وي اورندان وي
 میکده ده او که جام دی زنده ګي ده
 ستا خوږي,خوږي خبري بي څه نه دي
 دا خو موږه ته انعام دی زنده ګي ده
 بس انور دي په همدغه حال غوښتلو
 ستا غمونه دي دوام دی زنده ګي دی