۴ تنه د مقناطیسي ماینونو د جوړولو په تور نیول شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64400
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-05

په ننګرهار کې د مقناطیسي ماینونو د جوړلو او انتقال په تور څلور تنه نیول شوي دي.د دغه ولایت امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد وايي یاد کسان د جلال اباد ښارپه څلورمه حوزه کې د یولړعملیاتو پر مهال نیول شوي دي.شیرزاد زیاته کړه چې نیول شوو کسانو ګڼ شمېر ورانکارو فعالیتونو کې لاس درلود.