جان کیري: د ایران د اتومي پروګرام په اړه په خبرو کې پرمختګ شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64401
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-05

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي په وروستیو ورځو کې د ایران د اتومي پروګرام په اړه په خبرو کې واقعي پرمختګ شوی، خو ټینګار یې کړی چې لا هم ځینې جدي اختلافات پاتې دي. دی وايي که په راتلونکو ورځو کې سختې پرېکړې وشي، توافق ته به سره ورسېږي؛ خو که سمه هوکړه ونه شي او ایران مطلقه سرسختي وکړي، امریکا چمتو ده چې له مذاکراتو ووځي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي هڅه کېږي چې تر سې شنبې هوکړې ته ورسېږي.