ولسمشر د جلریز پېښه غندلې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64402
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-05

ولسمشر اشرف غني وايي د جلریز برید به بې ځوابه پاتې نه شي. نوموړي دغه څرګندونې پرون د ده په مشرۍ ملي د امنیت شورا غونډې ته وکړې. د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ملي امنيت شورا پر دې سربېره چې دغه زړه بوږنونکې پېښه په سختو ټکو وغندله، هغه يې يو لوى جنګي او بشري ضد جنايت وباله او د سيمه ييز پوليسو له مقاومت او مېړانې يې ستاينه وکړه. ولسمشر ویلي چې يوه لوړپوړي دولتي پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د جلرېز د پېښې اصلي عوامل او انګېزه په دقيقه توګه وڅېړي او خپل راپور د راتلونکو دريو ورځو په ترڅ کې ولسمشرۍ رياست ته وړاندې کړي.