په کور کي دننه د کور خاوند او ميرمن ووژل سوه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64405
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-07-06

د ارزګان په مرکز ترينکوټ کي ناپيژاندو وسله والو په يوه کور کي دننه د کور خاوند او ميرمن وژلي او يو ماشوم يي ټپي کړی دی . پيښه تيره ورځ ناوخته د سرمرغاب د سيمي اړوند د سجاول په سيمه کي رامنځ ته سوې ده . د ارزګان د والي وياند دوست محمد ناياب د پيښي پخلی کوي او وايي چي وژل سوي کسان ملکي وګړي دي او د دولت سره هيڅ راز تړاو نه لري ، د نوموړي په وينا چي په لمړنيو تحقيقاتو کي د پيښي انګيزه شخصي دښمني ياديږي . د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی