اوباما: له داعش سره د جګړې لپاره به امریکایي ځواکونه سیمې ته ونه لېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64406
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-06

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي د داعش پر وړاندې د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف عملیات به شدت پیدا کړي، خو امریکايي ځواکونه به سیمې ته ونه لېږل شي. اوباما چې په پنټاګون کې یې خبرې کولې ژمنه وکړه چې د سوریې له منځلارو ډلو به د امریکا ملاتړ ډېر شي او داعش به د نړۍ په هر ګوټ کې په نښه کړي. اوباما په عین حال کې ویلي چې تر اوسه سیمې ته د امریکايي ځواکونو د لېږلو پرېکړه نه ده شوې، خو د داعش پر وړاندې د امریکا مبارزه به وخت ونیسي.