بهرامي: د اتومي لانجې د حل په صورت کې به د افغانستان او ایران ترمنځ راکړه ورکړه پراخه شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64407

دخبریدو نیټه : 2015-07-06

په کابل کې د ایران سفیر وايي، که د تهران د اتومي لانجې پر سر د لوېدیځ او تهران موافقه ترلاسه شوه او د ایران بندیزونه لېري شول، د افغانستان او ایران سوداګري راکړه ورکړه به لا پراخه شي.د ایران سفیر محمد رضا بهرامي په کابل کې وویل چې د ایران د بندیزونو پای ته رسېدا د افغانستان په ګټه هم دي.محمد رضا بهرامي په کابل کې وویل، که په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش موجودیت د سیمې په تهدید او یوه حقیقیت بدل شي، ایران چمتو دی چې د دې ډلې پر ضد په جګړه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.تهران د داعش یا اسلامي دولت ډلې پرضد د افغانستان له حکومت سره مرستې ته تیار دی.