د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ۴۹ وسله وال وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64408
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-06

په ننګرهار کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په بریدونو کې ۴۹ وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالرحیمزی وايي په لومړي برید کې چې پرون غرمه وشو ۱۲ تنه او په دویم برید کې چې په اچین ولسوالۍ کې له غرمې وروسته وشو ۳۷ تنه په کې ووژل شول. د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویل شوي چې وژل شوي کسان هغه جنګیالي دي چې ځانونه داعش ته وفادار ښيي.