المازبېک اتمبایف: د افغانستان انکشافات په سیمه کې د قدرت پر انډول مستقیم اغېز لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64409
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-06

د قرغیزستان ولسمشر واييد شانګهای د همکارۍ ټولنې غړي هیوادونه باید د افغانستان انکشافاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.المازبېک اتمبایف د روسیې تاس خبري اژانس ته ویليچې د سیمې په امنیت کې د افغانستان له روله څوک سترګې نه شي پټولی.ټاکل شوې ده چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د مشرانو غونډه د روسیې اوفا ښار کې جوړه شي.د قرغیزستان ولسمشر همداراز وویل، هغه وضعیت چې د دغه هیواد په شاوخوا کې روان دی، د نړیوالو اړیکو په جیوپولیټیک نظام کې کلیدي رول لوبوي او د دغه هېواد انکشافات په سیمه کې د قدرت پر انډول مستقیم اغېز لري.