کندهار سوپر مارکيټ په خپل فعاليت پيل وکړ .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64411
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-07-07

په کندهار کي د ( سوپر مارکيټ ) په نوم نوی سوداګريز مرکز جوړ او تيره ورځ يي په فعاليت پيل وکړ . په دې اړه د مارکيټ په دننه کي پراخ مراسم جوړ سوي وه ، چي د کندهار د مرستيال والي عبدالعلي شمسي تر څنګ کندهار ښاروال ، دولتي چارواکو او ملي سوداګرو ګډون کړی وو . مرستيال والي او نورو ويناوالو په خپلو ويناوو کي د دې مارکيټ په جوړيدو خوښي وښودل او د دا ډول سوداګريزو مرکزونو پر ارزښت يي رڼا واچول . په دې مرکز کي هر ډول توکي د نړۍ د پرمختللو هيواتدونو په سيسټم پلورل کيږي . دا مارکيټ د کندهار ښار په عينو ښارګوټي کي د اولي فوارې شمال لوري ته موقيعت لري .