پاکه مینه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64449
ډاکټر محمدآجان مرزی
دخبریدو نیټه : 2015-07-11

دا د رندانو کوڅه ځه خپلو سجدو ته درومه
دلته ماڼۍ د صداقت خپلو جرګو ته درومه
بازاز د حق دلته سودا د بد تعبير نشته ده
دا ده دنیا د حقيقت خپلو خيالو ته درومه
د جنت لار نده نه حورې په کتار ولاړې
دا د ملنګو ده کوټه خپلو حجرو ته درومه
عبادتونه او ثنا بې له اجرت شي دلته
له وېرې نشته واویلا خپلو تسبو ته درومه
مینه د رب نه په مسجد نه په منبر لټوو
زړه مو کعبه ده د صفا خپلو کوڅو ته درومه
لاره د ژوند مو په تقوی او تواضع کې پرته
دا ستا تعبير نه هم معنی خپلو علمو ته درومه
نوم د الله سره مو مینه بل حساب نلرو
عبادت نکړو په ظاهر خپلو پلمو ته درومه
نه مرتبې دلته پېدا شي نه د زر خزانې
دلته د فهم ټغر پروت خپلو کيسو ته درومه
د ساحل ریګ هره زره کې دي پراته رازونه
روان د عقل دی دریاب خپلو اوبو ته درومه
رڼا د قدر دلته بله اور د عشق بلېږي
دلته د پاکو زړونو اور خپلو نغرو ته درومه