د سوریې پوځ د سرتېرو له کمښت سره مخ دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64582
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-26

د سوريې ولسمشر بشار اسد وايي پوځ يې د سرتېرو له کمښت سرهمخ دی.اسد له يوه تلویزيون سره په خبرو کې ويلي کېدای شي امنيتي ځواکونه د مهمو سيمو د کنټرول لپاره، په ځينو ځايونو کې د ياغيانو پر وړاندې له جګړې لاس واخلي.دی وايي د سوريې پوځ شمېر دومره نه دی، چې د ټول هېواد ساتنه وکولای شي.بشار اسد زياته کړه "په ځينو حالاتو کې به هغه سيمې پرېږدي چې لږ مهمې دي او هغو سيمو ته پوځيان استوي چې زموږ تر ولکې لاندې دي"دا لومړی ځل دی چې اسد په خپلو خبرو کې د امنيتي ځواکونو د کموالي او ستونزو په اړه خبرې کوي.