تیر وختونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64591
محمدآجان مرزی
دخبریدو نیټه : 2015-07-27

 

دا د کوم توپان بادونه دا د کوم دریاب موجونه
 د زړه سوز به د مېن وي یا د اوښکو سېلابونه
 د ګل پاڼې په هوا شوې د خزان له اوره تښتي
 غنچه وسوله لمبو کې د غاټول پر زړه داغونه
 لاره ورکه په جنون کې کاروان نشته هیلې ورکې
 پر جام پروت ګرد د وختونو د غماز ګرم دي بزمونه
 مطرب لاړو له محفله پېل چې ساز شو د نااهلو
 ټول سورونه د قیامت دي د مرګونو دي سازونه
 ګرمي ورکه له حجرو شوه د یارانو لارې څارم
 د یادونو انځور ورک شو ټول د هجر تصویرونه
 د آسمان ستورو ته ګورم لټوم ځلا د مینې
 رڼا ورکه له جهانه ورک له سر ښکلي خیالونه
 کېسې لنډې مزل اوږد تیارې د غم نه سبا کېږي
 نه کاروان شته د کوچیانو نه رمې نه اوچت غرونه