په هلمند کې د ورانکارو کړنو په تور ۱۱ تنه نیول شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64599
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-28

د هلمند امنيتي چاوراکي وايي چې د ورانکاريو په تور يې يوولس کسان نيولي او اړوند ارګانونو ته يې معرفي کړي دي. د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل وايي چې پوليسو په تېرو دوو ورځو کې په مرکز لښکرګاه او ولسواليو کې د ورانکارو څلور ډلې نيولې دي. هغه وويل چې پوليسو يوه څلور کسيزه ډله له درې سوه زره جعلي پاکستانۍ کلدارو سره نيولې چې په لښکرګاه ښار او ولسواليو کې يې توکي پرې پېرل. د ملاخېل په وينا، يادو کسانو دغه پيسې د پاکستان له کوېټې ښار څخه افغانستان ته راوړې وې. ده وويل چې پوليسو د لښکرګاه ښار د صافيانو په سيمه کې د يوه جومات ملاامام راز محمد هم له دې امله نيولى چې له ځانمرګو بريد کوونکو سره يې د چاودېدونکو توکو په ساتنه او لېږد کې مرسته کوله. ده زياته کړه چې له راز محمد څخه په دې برخه کې اسناد او شواهد هم ترلاسه شوي دي. هغه دا هم وويل چې پوليسو په مارجې او ګرشک ولسواليو کې هم د غلو، ماين خښوونکو او د نورو تخريبي اعمالو په تور درې ډلې نيولې دي.