د ګاز ډبې چاودنې په کابل کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64606
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-28

په کابل کې ښار د ګازډبې د چاودنې له امله د مدني ټولنې او ټولنيزې شبکې د فعال ځوان انجنير محمود سعيد د کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.د محمود سعيد د کورنۍ يوه غړي محمدبشير وویل چې د ګازډبې دا چاودنه پرون مازديګر ناوخته د کابل ښار د پنځمې حوزې د چهل متره سړک اړوند ساحه کې د محمود سعيد په کور کې شوې وه.هغه زياته کړه چې د دې چاودنې له امله د سعيد مېرمن، درې لوڼې او يو زوى يې مړه شوي چې د مړه شوو ماشومانو عمرونه تر اوو کلونو کم وو.