امریکا د پاکستان حکومت ته د طالبانو پر ضد په جګړه کې د رول په خاطر ۳۳۶ ملیون ډالره ورکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64615
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-28

پاکستاني رسنۍ وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو د پاکستان حکومت ته په ګاونډي افغانستان کې د طالبانو پر ضد په جګړه کې د رول په خاطر ۳۳۶ ملیون ډالره ورکړي دي.د پاکستان مرکزي بانک (سټېټ بانک) وايي چې د امریکا د مرستو له کبله د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمه ۱۹ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.پاکستان ته د ايتلاف د ملاتړ بسپنه (Coalition Support Fund) په ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته له دې پیل شوه چې دغه هیواد په افغانستان کې د القاعده او طالبانو ضد ايتلاف کې شامل شو.د (دي نیوز) ورځپاڼې د راپور پر اساس پاکستان لا هم امریکا ته د مالي مرستو په بدل کې خپلې هوايي اډې او نور امکانات ورکوي.د پاکستان مرکزي بانک په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي چې د ايتلاف د ملاتړ پروګرام پر اساس یې ۳۳۶ میلیونه او ۸ لکه ډالر ترلاسه کړي او دا د روان مالي کال، چې د ۲۰۱۶ کال په جون کې پای ته رسېږي، د یو نیم میلیارد ډالري مرستې لومړۍ برخه ده.