ولسمشر: ترکمنستان د افغانستان ستر اقتصادي شریک دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64616
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-28

ولسمشر غني وايي ترکمنستان د افغانستان ستر اقتصادي شریک دی او تمه ده چې د دغه هېواد د ولسمشر په سفر کې به د ټاپي پروژې د تمدید موضوع نهايي شي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي ولسمشر دغه څرګندونې د ترکمنستان د وزیرانو شورا د مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردوف په مشرۍ د دغه هېواد له یوه پلاوي سره په کتنه کې کړې دي. ولسمشر غني زیاته کړې چې افغانستان له ترکمنستان سره د دوامدارو همکاریو غوښتونکیدی او غواړي چې افغانستان ته د ترکمنستان د جمهور رئیس د کېدونکي سفر په جریان کې د برېښنا د لېږد، د افغانستان، ترکمنستان او ایران ترمنځ د ګډې اوسپنې پټلۍ د پروژې، د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د ګډې اوسپنې پټلۍ، نفتو او ګازو په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړو. ولسمشر ویلي چې د شانګهای د همکاریو د سازمان او د بریکس په ناستوکې د افغانستان، هند او ترکمنستان ترمنځ موافقه وشوه چې د دغو هېوادونو ترمنځ دې د ګازو د پایپ لاین د تمدید کار پیل شي. ولسمشر غني څرګنده کړه چې غواړي دغه موضوع افغانستان ته د ترکمنستان د جمهور رئیس د سفر په لړ کې له هغه سره نهایي کړي.