وسله والو طالبانو د حقاني شبکې د بنسټګر د مړینې خبرونه رد کړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64633
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-01

وړمه ورځ د طالب سرچینو په حواله پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د حقاني شبکې مشر جلال الدین حقاني د ورپېښې اوږدې ناروغۍ له کبله مړی شوی او په افغانستان کې د دننه خاورو ته سپارل شوی دی. خو طالب وسله والو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې جلال الدین حقاني ژوندي دی او د ښه صحت خاوند دي . ددي ډلې له لوري رسنیو ته په لیږل شوي خبرپاڼه کې راغلي چې «د هېواد د جهادي شخصیت محترم الحاج مولوي صاحب جلال الدین حقاني حفظه الله د وفات خبرونه حقيقت نه لري». دوی زياته کړې چې مولوي حقاني پخوا لږ ناروغ و، خو ډېره موده کېږي چې ناروغي يې ښه شوې او هېڅ ستونزه نه لري.