په نیمروز کې په زیاته پیمانه نشه یي توکي نیول شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64634
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-02

په نیمروز کې پنځه قاچاقبران له ۱۴۰۰ کیلوګرامه نشه یی توکو سره نیول شوي دي. د نیمروز امنیه قوماندان مل پاسوال دلاروشاه دلاور وايي چې دغه اندازه تریاک پرون د مرکز زرنج اړوند د چګني په سیمه کې له قاچاقچیانو سره د یوې نښتې په پایله کې نیول شوي دي. دلاور ویلي چې پولیس پنځه قاچاقبران چې یو یې په ټپي و، نیولي دي. نوموړي زیاته کړې چې له قاچاقچیانو څخه یوه پیکا، دوه کلاشینکوفونه، یوه اندازه مهمات او یو لنډ کروزر موټر هم ترلاسه شوی دی.