د ټاکنيزو اصلاحاتو د ځانګړي کمېسيون په کندهار کي نظر پوښتنه کوي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64636
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-08-02

د ولسمشر محمد اشرف غني په سپارښتنه د راتلونکو ټاکنو د شفافيت، ننګونو او ستونزو په اړه ځانګړی کمېسيون جوړ سو. د دې کمېسيون رئيس څېړنوال شاه سلطان عاکفي نن غرمه کندهار ته راغی او دلته يي ، د ولايت مقام له مرستيال عبدالعلي شمسي سره وکتل. د ټاکنيزو اصلاحاتو د ځانګړي کمېسيون رئيس څېړنوال شاه سلطان عاکفي وويل چي د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د راتلونکو ټاکنو د شفافيت، ننګونو او ستونزو د حل په موخه ځانګړی کمېسيون رامنځته سو چي د هيواد ټولو زونونو ته به سفرونه کوي، د خلکو نظرونه او وړانديزونه به راغونډوي او د انتخاباتي قوانينو په اصلاح کي به د خلکو له نظرونو او پېشنهاداتو څخه کار اخلي. ښاغلي عاکفي زياته کړه يوه اوونۍ کيږي چي کمېسيون پخپل کار پيل کړی او دا دی په اوايلو کي يې لرغوني کندهار ته سفر وکړ . د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وويل په تېرو ټاکنو کي د يو لړ ستونزو له امله د خلکو او حکومت تر منځ بې باوري رامنځته سوه، خو دا چي ټاکني يوه ملي پروسه ده، ځکه بايد خلک په کامله توګه پکي ګډون وکړي او وخت پر وخت د خلکو نظريات واورېدل سي، تر څو د انتخاباتو په پروسه کي بشپړ شفافيت رامنځته سي. ښاغلي شمسي د انتخاباتي اصلاحاتو د ځانګړي کمېسيون جوړېدل په ټاکنو کي د شفافيت د رامنځته کولو لپاره یوه اغېزناکه هڅه وبلله ا.