د بلوچستان د پولیسو مشر د سیمې هېوادونه د دغه ایالت په نا امنۍ کې په لاس لرلو تورن کړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64637
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-02

د بلوچستان د پولیسو مشر افغانستان، هند او ایران د دغه ایالت په ناامنۍ او تاوتریخوالي کې پر لاس لرلو تورن کړي دي. جنرال محمد املیش ویلي ویلي د افغانستان د ملي امنیت اداره او د هند استخبراتي اداره را په بلوچستان کې په ترهګریزو فعالیتونه کې ښکېل دي. نوموړي ویلي چې د ایران د لاسوهنو په اړه هم راپورونه شته خو تر اوسه کره شواهد نه دي ترلاسه شوي.