ولسمشر: د سولې په اړه د پاکستان له چارواکو سره په اړیکه کې یو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64638
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-02

ولسمشر اشرف غني وايي د سولې په اړه لا هم د پاکستان له چارواکو سره په تماس کې دی. نوموړي دغه څرګندونې پرون مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې له جرمني څخه د حکومت لوړو پوړو چارواکو ته وکړې. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې ولسمشر په دې ویډیو کنفرانس کې د هېواد عمومي حالت و ارزولو. سرچینه وايي ولسمشر زیاته کړه چې دی د پاکستان د دولت له مشرانو سره په دواړو هېوادونو او سیمه کې د سولې او ثبات د تامین لپاره په تماس کې دی او په دې اړه به له هېڅ راز هڅو او هاند څخه ډډه ونه کړي.