د طالبانو په مشرتابه کې وروستیو بدلونو د ټولې نړۍ خلکو ته پوښتنې پیدا کړې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64639
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-02

افغان حکومت وايي د طالبانو په مشرتابه کې وروستیو بدلونو د ټولې نړۍ خلکو ته پوښتنې پیدا کړې دي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې حکومت د طالبانو او حقاني شبکې په مشرتابه کې وروستي بدلونونه او د هغوی د غونډو د جوړېدو ځای په دقت څاري. د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د طالبانو ډله او د دولت نورې وسله والې مخالفې ډلې یوازې د وسله والو مخالفو ډلو په توګه پېژني او یوازې په همدې نامه له هغوی سره خبرې کوي. سرچینې زیاته کړې هغه ډلې چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو د ناوړه تبلیغاتو د اغېز له امله د خپلو خلکو او هېواد پر وړاندې په جګړه کې دي، باید په دې پوه شي چې غولیدلي دي او د افغانستان د خلکو د ګټو پر خلاف په دغه لاره کې د لا ډېرو جنایتونو سبب کېږي.