ملا عبدالمنان: موږ له چا سره بیعت نه دی کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64640
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-02

د ملا محمد عمر د کورنۍ يو غړى وايي، دوى له چا سره بيعت نه دى کړى او نه هم د اختلافاتو په صورت کې له چا سره بيعت کولو ته چمتو دي. دغه څرګندونې د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان ته په منسوب هغه غږيز کليپ کې شوې چې رسنیو ته استول شوی دی. څلور ورځې وړاندې (د زمري اتمه) وسله والو طالبانو اعلان وکړ، چې د دوى مشر ملا محمد عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی؛ له دې وروسته طالبانو ملا اختر محمد منصور د نوي مشر په توګه وټاکه. خو د ملا عمر ورور ملا منان وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه په ټاکلو کې بايد د هغو کسانو نظر ته احترام وشي، چې د اسلامي امارت په بنسټ او ټينګښت کې يې پوره رول ادا کړى. دى زياتوي چې کورنۍ خدمت کولو ته اماده ده؛ خو دوی نه له چا سره بيعت کړى او نه هم د اختلافاتو په صورت کې له چا سره بيعت کولو ته اماده دي. نوموړي له علماوو غوښتي، چې په يو طرف کې د درېدو او يا له کوم چا سره د بيعت کولو پرځاى د اختلافاتو د هواري هڅه وکړي.