الجزيره : د ملا عمر ورور د اختر منصور له ټاکنې سره مخالف دی .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64641
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-02

په پاکستان کې د الجزیرې دفتر مشر احمد زیدان د پخواني طالب مشر ملا محمد عمر د کورنۍ په حواله وايي ،چې د ملا عمر ورور ، ملا عبدالمنان د اختر منصور له ټاکنې سره مخالفت کړی دی ،عبدالمنان زیاتوي : د اختر ټاکنه د حرکت له تګلارې سره په ټکر ده ځکه خپله ملا محمد عمر وصیت کړې و،چې د طالبانو سیاسي ، نظامي چارواکو او علماء دې راټول شي او د طالبانو لپاره دې نوی مشر وټاکي.