د برېښنایي پېژند پاڼو ویش د روانې میاشتې په ۲۸ مه پلیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64645
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-03

وزیرانو شورا پرون پرېکړه کړې چې د برېښنايي پېژند پاڼو ازمایښتي وېش به دوې اوونۍ وروسته او د روانې میاشتې په ۲۸ نېټه پیل شي. د اجرایه ریاست ویاند ویلي په دغه پړاو کې چې دری میاشتې وخت به ونیسي د کابل ښار ۳۶۹ زره اوسېدونکو ته به برېښنايي پېژندپاڼې ورکړل شي. د برېښنايي پېژند پاڼو وېش باید ډېر مخکې پیل شوی وی، خو په تذکرو کې د افغان کلمې له لیکلو سره د یو شمېر کړیو د مخالفت له کبله دغه بهیر د ډېر وخت لپاره وځنډېد.