طالبانو د ملا یعقوب وژل کېدل رد کړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64647
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-03

د وسله والو طالبانو ځینو سرچینو د دې ډلې د پخواني مشر ملا عمر د زوی ملا یعقوب د وژل کېدو خبرونه رد کړي دي. پرون د ولسي جرګې مرستیال حاجي قدیر وویل چې د ملا عمر زوی تېره پنجشنبې په کوټه کې وژل شوی دی. د نوموړي د دې خبرې په غبرګون کې د معتصم په نوم یوه طالب چارواکي د پاکستان ایکسپرېس تربیون ورځپاڼې ته ویلي چې دا ادعا حقیقت نه لري او دی خپله ورسره په تماس کې دی. د ډاکټر امین الحق په نوم یوه بل طالب چارواکي هم دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې افغان دولت بې اساسه څرګندونې کوي.