باجوړ کې د چت پرېوتو په پېښه کې شپږ تنه مړه شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64648
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-03

د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمې باجوړ کې د یوه کور چت پرېوتو له كبله یوولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. پاکستاني جیو خصوصي تلویزیون د ځایی چارواکو له قوله ویلي، چې یاده پیښه نن سهار د باجوړ ایجسنۍ په مامند سیمه کې را منځته شوې ده. په پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړو خپل ژوند له لاسه ور کړی او پنځه نور سخت ټپيان شوي دي. چارواکو د چت پرېوتو لامل په سیمه کې د سخت باران ورېدل یاد شوي، چې له تېرو څو ورځو دوام لري.