لوګر کې د سفید سنګ لېسې مدیر وژل شوی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64649
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-03

نا معلومو وسله والو د لوګر د محمداغې ولسوالۍ د سفيد سنګ لېسې مدير وژلى او درې تنه نور يې ټپيان کړي دي. د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاه پور وويل چې نن له غرمې وروسته نا معلومو کسانو په پورک سيمه کې د محمداغې ولسوالۍ د سفيدسنګ عالي لېسې امر دلاور خان پر ډزو وژلى دى. د عرب په وينا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې امر دلاور خان او د محمد اغې ولسوالۍ د پوهنې مديريت درې کار کوونکو له مرکز پل علم څخه د څه د پاسه زرو استادانو مياشتنۍ تنخوا لېږدوله. هغه وايي چې وسله وال د پيسو په وړلو نه دي توانېدلي خو د پوهنې مديريت درې کارکوونکي يې پر ډزو ټپيان کړي دي. د هغه په وينا، د ډزو پر مهال موټر چپه شو چې له امله يې يو بل ماشوم چې د سړک پر غاړه ولاړ هم و وژل شو. د يو بل خبر له مخې، د هرات په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.