هرات ، لوګر او فراه کې د پاکستان ضد لاریونونه وشول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64650
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-03

په هرات، لوګر او فراه ولایتونو کې سلګونو کسانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ. د ولایتي شورا غړو، ښاري شورا غړو، مدنې ټولنې غړو، قومي مشرانو، ښځو او عالمانو په ګډون سلګونو کسانو نن په یادو درېو ولایتونو کې د لاریونونو پر مهال د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر مکارانه سیاست نیوکه وکړه. لاریونوالو دغه راز ویل، چې که ملا عمر دوه کاله پخوا مړ شوی، نو طالبانو بیا په دومره موده کې د چا په امر جګړه کوله، چې له امله یې ګڼو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې. په هرات، لوګر او فراه ولایتونو کې د دغو لاریونونو پر مهال د مرګ پر پاکستان، مرګ پر مداخله ګرو او مرګ د افغانانو پر قاتلانو شعارونه ورکول کېدل. دوی په یو شمېر سیمو کې افغان خاورې ته د پاکستاني پوځ پر ننوتو او تاسیساتو جوړولو، د سولې په اړه د طالبانو پر وروستي دريځ، او پاکستاند کې د افغان کډوالو پر ستونزو اندېښنه څرګنده کړه. لاریون کوونکو له نړېوالې ټولنې د پاک ـ افغان ګډې پولې په ستونزو کې د مداخلې غوښتنه هم وکړه. اعتراض کوونکو د پرېکړه لیکونو په صادولو سره له ښکېلو غاړو پوښتلي، چې که ملا محمد عمر دوه کاله پخوا مړ شوی، نو د افغان ملکیانو وژنه د چا په امر شوې؟