وراسته کبان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64787
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2015-08-23

 

 دا خاینان هیڅ ځای ته رسیدای نسي
 ددې خلکو یو څو ورځي شپې ده میله
‏ دوی سر راایستلی خپل نفس تازه کوي
 ژر به نارې سي سر دننه تفریح ده ختمه
‏ ***‏
خدای دي هغه په خپل غضب اخته کړي
‏ چې په واک سره خوري لکه دګور چنجان
 په هر نظام کې دهغه څوکۍ وي برقراره
 هغه چې په هرو خړو اوبو کې نیسي کبان
‏ هغه چې دغلا کسرت کوي خودپنډیږي ‏
 ‏ هر نظام یې وربدلوي بویداره پرتوګان
 په نومو یې هر څوک خپله ښه پوهیږي
 هغوی لکه وراسته کبان خپله دي ګویان
‏ موږ له چا څخه وچاته ګریوان څیري کړو
‏ په بزرګانو کې د دووپاک نه دي ډمپران
‏ خلک یې له بوی سره ناچاره سوي اموخته ‏
 ‏ له دې واکمنو سره کوي لکه ماشومان ګذران
‏ دشکرې د ناروغي نوم ښه عمل یې بد دی
 دوی هم دي ټوله ددې وطن د شکرې ناروغان
‏ هرڅه چې په لاس ورسي په خوله یې منډي
‏ د ټولو واکمنو د شپې کپه کول دي بادیان ‏
 ‏ اخیر لکه زوړ ټیر وچوي بوی یې دنیا ونیسي
 ژر یې دغونډۍ سر ته خیژوي دغلا شریکان ‏
کاشکې بدبوی په تلینو اوغونډیو ورکیدای
 کله خریدار پیدا کوي په نارو وراسته کبان