دسراج کلا ته دنوي والي پاملرنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64789
عابد
دخبریدو نیټه : 2015-08-23

دسراج کلا ته دنوي والي پاملرنه
 دلغمان په زړه کې پروت سراج بڼ او کلا دامیر حبیب الله خان د واک پر مهال په عصري ډول جوړ شوې ده، د دغه بڼ ودانیزې چارې په ۱۳۲۸ کال کې پیل او په ۱۳۳۰ کال کې پای ته ورسېدې، د کلا سراج بڼ په ۵۵ جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی او په دغه بڼ کې جوړه شوې کلا ۸ جریبه مساحت لري. 
دغه کلا دخپل مهال په ټولو عصري وسایلو او اړتیاؤ سمباله وه، یو عصري حمام ، نغاره خانه او د رزم او بزم لپاره يې ټولې اسانتیاوې درلودې، خو له بده مرغه د دغه بڼ او په تیره ددې تاریخې کلا ځينې برخې د بچه سقاو( حبیب الله کلکاني) د واک په اړو دوړ کې له منځه ولاړې، له هغه وروسته له ثور کودتا نه په مخکې کلونو کې د حسن خان ګردیزي په نوم یو په ودانیزو چارو مین والي د دې کلا عصري حمام د بندي خانې په بندیانو په بیګار وران کړ او په خښتو یې د لغمان ولایت د مستوفیت ودانۍ جوړه کړه.
خو له بدبخته په هېواد کې د وروستیو څولسیزو وژونکو او ورانوونکو جګړو له امله د نورو تاریخي شتمنیو او ټولګټو تاسیساتو ترڅنګ ددې ښکلې بڼ او ودانۍ بڼه هم یومخ بدله کړه، کلا په کنډوالو بدله  او سمسور بڼ يې هم دوخت دسیتم  سختي څپيړې پرمخ  وخوړې، په اوس وخت کې خويې وضعیت دومره خراب دی چې ان  دکثافاتو له وجې پکې ګرځیدلی هم ناشوني شوي دي. 
دلغمان  نوي والي عبدالجبار نعیمي چې د دندې له پيل يې یوازې دوه میاشتې کیږي، ددې تاریخي کلا اوبڼ په لیدلو  کلک هوډ کړي چې د رغونې لپاره به يې په ټول توان کار ترسره کړي،دنوموړي په وینا چې دیاد تاریخي باغ او کلا د رغولو لپاره به دمرکزي  لوړو پوړو چارواکو او نړیوالو مرستندویه بنسټو  پاملرنه را جلب  او کوښښ به وکړي چې  له هغوی مرستې ترلاسه  او دا تاریخي هستې چې اوس مهال يې دیوې کنډوالي بڼه غوره کړې دپخوا په څېر په عصري ډول ورغوي.
 ښاغلي نعیمي  دهمدې  چارې دښه  ترسره کولو لپاره یو کمیسیون ټاکلی تر څو  یاد بڼ اوکلا دیوې میاشتې په دننه کې له کثافاتو پاکه  او د څلورو در وازو په شمول يې د څلور دیوالۍ چارې يې پيل  کړي.
دلغمان د ولایتي ادارې مشرتابه  له ټولو ملي تجارانو، سوداګرو او په وطن مینو هېواد والو   چې غواړې ددې تاریخي هستۍ په بیا ابادولو کې خپله ونډه واخلي، کولي چې دولایتي ادارې سره په اړیکه کې شي،ترڅو ددې بڼ اوکلا بیارغولوکې چټک ګامونه پورته شي.