امریکا د عبدالعزیز حقاني نوم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64829
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-26

امریکا د جلال الدین حقاني ورور او د حقاني شبکې مهم غړی عبدالعزیز حقاني د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره خبرپاڼه کې راغلي چې عزیز حقاني د افغان دولت پر ضد ترهګریز فعالیتونه رهبري کوي او د خپل ورور بدرالدین حقاني تر مرګ وروسته د حقاني شبکې د پوځي عملیاتو مسوولیت پر غاړه لري. حقاني شبکه له کرښې هاخوا مېشته ده او ویل کېږي چې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره نږدې اړیکې لري. امریکا مخکې د عزیز حقاني پر سر پنځه میلیونه ډالره جایزه اعلان کړې وه.