په امریکا کې دوه خبریالان په ژوندۍ بڼه د راپور ورکولو پر مهال وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64832
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-26

په امریکا کې یوه خبریاله او کمر مین یې په داسي حال کې چې له تلویزیون سره یې په مستقیمه خپرونه کې خبرې کولې، ووژل شول. د اوومه چینل ۲۴ کلنه خبریاله السین پارکر او کامره مین اډم وارډ د مرکې په مهال، چې په ژوندۍ بڼه خپرېده، د ویرجنیا ایالت د بیډ فورډ سیمې په بریج واټر پلازا کې وویشل شول. مرمۍ د هغوی پر سر ولګېدې او تلویزیون د دوی د لګېدو او لوېدو تصویرونه خپاره کړل. په تلویزیون کې د اتو ډزو او ورپسې د چیغو ږغونه واورېدل شول. د ویرجینیا ګورنر ویلي، داسي ښکاري چې حمله کوونکی د دغه تلویزیون کوم ناراض مامور وي. ده دا پېښه یوه جنايي قضیه بللې او ویلي یې دي چې دا پېښه تروریستي نه ده.