د لیبیا سمندر غاړې ته د ۵۱ کډوالو مړي موندل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64833
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-26

د ایټالیا سمندري چارواکي وايي د لیبیا د سمندرغاړې ته نږدې په یوې بېړۍ کې د ۵۱ کډوالو مړي موندل شوي دي. د ایټالوي رسنیو د راپور له مخې دغه کسان ښايي د اکسیجن د نشتوالي او ساه بندېدو له کبله مړه شوي وي. د سویډن سمندري چارواکو د ژغورنې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې، په بېړۍ کې سلګونه نور کډوال ژغورلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو کړکېچ ښايي په ويانا کې د اروپايي مشرانو د روانې سرمشريزې تر ټولو مهمه موضوع وي.