د سلما بند د (افغان- هند د دوستۍ) د بند په نوم نومول کیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64835
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-26

د افغان دولت کابینې پرېکړه کړې چې له افغانستان سره د هند مرستو ته درناوي په خاطر دې د سلمان به د افغان- هند د دوستۍ د بند په نوم ونومول شي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې په دې اړه پرېکړه پرون د ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې وشوه. سرچینه وايي په غونډه کې د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني د سلما بند د نوم د بدلون طرحه وړاندې کړه. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کابینې غړو تر هر اړخیز بحث وروسته د سلما بند د نوم بدلولو طرحه تایید کړه.