اروزګان:د چوري مرستيال قومندان او درې پوليس ووژل سول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64838

دخبریدو نیټه : 2015-08-29

د اروزګان ولايت د چوري ولسوالۍ اړوند په کونج سيمه کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه سوي ده. دا چاودنه تېره شپه ماخستن شاوخوا نهه بجي په ياده سيمه کې د چوري د امنيي قومندانۍ پر مرستيال رامنځته سوي ده. د چوري امنيه قومندان عبدالقوي وايې چې په دي پېښه کې دري تنه وژل سوي دي آو پنځه تنه پوليس نور ټپيان سوي دي. عبدالقوي وايې چې په وژل سويو کې د چوري د امنيي قومندانۍ مرستيال هم وژل سوى دی ، خو د ولسوالۍ ولسوال بيا د ټپي پوليسو شمير اته تنه ښيي . د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .