د مصر محکمې د الجزیرې تلویزیون درې خبریالان په درې کاله بند محکوم کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64841
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-30

په مصر کې د الجزیرې د دریو خبریالانو محکمه چې پرون تر سره شوه ، استرالیايي پیتر ګرسته، مصری خبریال باهر محمد او د الجزیرې شبکې مشر محمد فهمي تورن وګڼل شول او په دریو کلونو بند محکوم شول. دغه دری کسان په ۲۰۱۳ کال کې ونیول شول او د مصر پر ضد د منفي تبلیغاتو او له اخوان المسلمین سره په مرستې تورن شول. د الجزیرې شبکې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه امر"پر رسنیو برید دی. دا د مصر د قضا په تاریخ کې توره ورځ ده. د دې پر ځای چې د رسنیو له ازادۍ نه دفاع وکړي سیاسي دلایلو سره یې جوړ جاړی کړی.