د اطلاعاتو او کلتور رييس حضرت ولي هوتک په غلچکي بريد کي ټپي سو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64846

دخبریدو نیټه : 2015-08-31

ناپيژاندو وسله والو د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس په غلچکي بريد کي ټپي کړ . پوهيالی حضرت ولي هوتک نن ( دوشنبه ) سهار اته بجې د خپل کور څخه د دندي په لور روان وو ، چي د دوهمي امنتي حوزې اړوند د مولوي زمان د جامع سره دوو تنو موټرسيکل سپرو د تومانچې ډزي پر وکړې ، خو هوتک موټر ترې ځغلولی او بريدګرو د شا ه له لوري پر له پسې لس ډزي نوري پر وکړې . حضرت ولي هوتک وايي ، چي دوې مرمۍ په اوږه او لاس کي لګيدلی دی . د ميرويس روغتون ډاکټران د هغه حالت د ډاډ وړ ښيي . د نوموړي ټپونه شديد نه دي او عمليات يي بريالی تر سره سو . پر هغه د بريد مسووليت چا په غاړه نه دی اخستی . نوموړی د کندهار پوهنتون استاد هم دی او يوه مياشت کيږي ، چي د اطلاعاتو او کلتور د رييس په توګه يي دنده پيل کړي وه .