په امریکایانو کې له کار څخه د رضایت کچه لوړه شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64847
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-31

یوه تازه نظر پوښتنه ښيي چې د امریکايانو ترمنځ د کاري رضایت کچه په تېره لسیزه کې لوړه شوې ده. د ګالپ د نظر پوښتنې له مخې امریکايي کارکوونکي له خپلو اوسنیو دندو د ۲۰۰۵ کال په پرته ډېر راضي دي. له دغه پرمختګ سره سره بیا هم له دریو یو امریکايي کارکوونکی له خپل معاش، د پرمختګ له فرصتونو او تقاعد څخه په بشپړ ډول راضي دی. د سروې له مخې د روغتیا او رخصتۍ له اړخه د امریکايي کارکوونکو د رضایت کچه له ۲۰۰۵ کال راهیسې لس سلنه لوړه شوې ده. ۷۲ سلنه امریکايي کارکوونکو ویلي چې له خپلو همکارانو سره له کار څخه په بشپړ ډول راضي دي او ۷۰ سلنه یې له فزیکي خوندیتوب څخه رضایت ښوودلی دی.