په هرات کې ښوونکي او زده کوونکي مسموم شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64848
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-31

د هرات چارواکي وايي چې د دې ولايت په مرکز کې ١١٦تنه ښوونکي او زده کوونکې نجونې مسمومې شوې دي. ځايي چارواکي وايي، پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې یادې زده کوونکې ښوونځي د ننوتو په حال کې وې. دوی وايي د ښوونکو په ګډون ۱۱۶ مسموم شوې زده کوونکې د هرات حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي او روغتیايي چارواکو یې حالت ښه بللی دی. د پېښې علت ښوونځي کې د ګازو پاشل په ګوته شوی دی.